ولسمشر محمد اشرف غني له ۷۰۰ کلن ځنډ او انتظار وروسته، رسماً د کمال خان د اوبو بند پرانیسته وکړه. د اوبو د تنظيم د ادارې وياند نظام الدين خپلواک وايي، کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د نوموړي په خبره دغه بند ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، د ۵۲ میلیونه مټر مکعبه اوبو د سپما وړتیا لري او د دې بند په ګټې اخېستنې سره به زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.